کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ٢٢ کلنې افغان پيلوټې ستر وياړ ترلاسه کړ
افغان پيلوټې

٢٢ کلنې افغان پيلوټې ستر وياړ ترلاسه کړ

د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل يوې ٢٢ کلنې پيلوټې له کابل څخه هرات ته ملکي هوايي الوتکه بوتلله، چې د دې الوتکې ټولې کارمنې ښځينه وې.

تر دې مخکې د هېواد په ملکي هوايي چلند تاريخ کې کله هم داسې نه و شوي، چې د يوې ملکي الوتکې پيلوټه او نورې ټولې کارمنې دې ښځينه وي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په دې اړه ويلي دي: ((د هېواد ملکي هوايي چلند په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هغه الوتنه چې ټول کارکوونکي يې ښځينه و، د کام اير هوايي شرکت له لوري د کابل – هرات ترمنځ ترسره شوه.))

دوى په خپلو راپور کې زياتوي: ((دا د هېواد په مختلفو سکتورونو او په ځانګړي ډول د ملکي هوايي چلند خصوصي سکتور کې د ښځو د ودې څرګندونه کوي.))

د پيلوټې په اړه ويل کېږي، چې ٢٢ کاله عمر لري او نوم يې محدثه ميرزايي زاده دى، چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

په ټولنيزو رسنيو کې هم د دې پيلوټې په اړه د ستاينې پوسټونه ډېرى خلکو کړي دي او دا يې يو ستر وياړ بللى دى، چې په لومړي ځل ښځو دا کار ترسره کړ او دا يې د پرمختګ يوه بېلګه ياده کړې ده.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …