کورپاڼه / جالب / بیا بیا ځلې د یو خوب لېدل؛ ځوان د حقیقت په پوهېدو خپل حواس له لاسه ورکړل

بیا بیا ځلې د یو خوب لېدل؛ ځوان د حقیقت په پوهېدو خپل حواس له لاسه ورکړل

انسان ډېری وخت خوبونه ویني چې ځینې خوبونه ور پکې وېروونکې هم وي، خو هغه وېروونکې خوبونه چې بیا بیا ځلې یې وینو که زموږ له مړینې سره هم تړاو ولري، بیا مو هم وېرولی شي.

همدغه ډول یو خوب د رابرټ په نوم یو ځوان لېدلی، چې بیا بیا ځلې په خوب سوځېږي او مري او دغه خوب یو ځل نه بلکې څو څو ځله یې لېدلی دی. په دې اړه رابرټ پر ټیک ټاک هم ویډیو خپره کړې او د خوب په اړه یې د ټولنیزې رسنۍ کاروونکو ته معلومات ورکړي، چې ویډیو یې ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې رابرټ ویلي چې له څو ورځو څخه داسې خوب ویني چې نوموړی ور پکې داسې احساس کوي، لکه له بدن څخه یې چې شعلې وځي او مري، دغه راز یو پټ غوندې نمبر هم ویني.

رابرټ زیاتوي کله یې چې په ناڅاپه توګه سترګې پرانیستې، نو ډېر وېرېدلی و او په خولو کې ډوب و او حیرانوونکې خبره دا چې په خوب کې هغه پټ غوندې نمبر (ای ۱۴ زیډ ۲۹) چې په ښه ډول ورته یاد دی.

نوموړی وایي چې دغه نمبر یې په ګوګل کې هم لټولی، خو سم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی، خو دغې نمبر بیاهم ځوراوه، چې بیا یې یو ملګري سره، چې د رسامۍ، تصویر اخیستنې او نورو هنري شیانو سره مینه لرله، لېدنه وشوه چې له همدې ځایه یې کیسې یو بل لوری پیدا کړ او ملګري یې ورته وویل چې دا نمبر د یو انځورګر دی.

په نه باورېدونکي ډول سره یې ملګري ورته ویلي ول، چې دا د یو داسې شخص نمبر دی چې پنځه سوه کاله دمخه د چیچک ناروغۍ په سبب مړ شوی و، خو د انځور په لېدو سره د رابرټ حواسو کار پرېښود او داسې یې احساس یې وکړ چې په انځور کې موجود کس له ده سره ورته والی لري. رابرټ وایې، چې زه فکر کوم چې شاید زما لاشعور ماته ددې ویلو هڅه کوي، چې زه به په تېر ژوند کې د چیچک په سبب مړ شوی وم.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …