کورپاڼه / اسلام / حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

هر مسلمان بنده به د محشر په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لاس څخه د کوثر د جام د څښلو هیله لري او له داسې له برکت څخه ډکو ساعتونو ته به په تمه وي، په قران کریم کې ټول هغه کسانو ته چې د حوض کوثر څخه به اوبه څښي زیری ورکړل شوی، چې کوم چا د حوض کوثر اوبه وڅښلې هغه به د خوش بخته وي او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو او مسلمانانو ته د حوض کوثر د اوبو زیری ورکړی.

د معراج په واقعه کې راځي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حوض کوثر لېدلی و، راځئ چې وګورو چې حوض کوثر به څه ډول وي، کیفیت به یې څنګه وي، امام بخاري، ابو داود، نسایي او احمد رحمه الله چې کوم احادیث بیان کړي، د هغې په مطابق روایت دی چې حصرت انس بن مالک وایي، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم معراج ته لاړ نو د کوثر حوض یې ولید، چې د دواړو اړخونو ته یې یاقوت وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم له فرښتو سره چې لاس یې کوثر ته وړاندې کړ نو د مشکو خوشبو ترې پورته شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم له فرښتې پوښتنه وکړه چې دا څه شی دی؟ چې دا د کوثر اوبه دی چې الله تعالی تاته در بخښلي.

په یو بل حدیث حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه وایي، چې کله د کوثر سورت نارل شو، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې له کوثر څخه موخه په جنت کې یو نهر یا حوض دی، چې دواړو اړخونو ته به یې او په لوړه درجه ملغلرو او یاقوتو به بهېږي، خوند به یې له شاتو ډېر خوږ وي، له شېدو به سپینې وي، له واورې به یخې وي او له مشکو به ښه خوشبو ولري.

دا هم ولولئ

هغه لومړني درې کسان چې دوزخ ته به ځي، څوک دي؟

د محشر په ورځ به الله تعالى له حساب وروسته خلکو ته د هغوى اعمالنامه …