کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پېښور د اسلام اباد لوبډله ماته او دريمه بريا خپله کړه
پېښور د اسلام اباد لوبډله ماته او دريمه بريا خپله کړه

پېښور د اسلام اباد لوبډله ماته او دريمه بريا خپله کړه

د اسلام اباد يونايټيډ پر وړاندې پېښور زلمي په زړه پورې لوبه ترسره کړه او ډېر په اسانۍ يې ماتې ورکړه، چې دريمه بريا يې خپله کړه او په جدول کې يې لومړى مقام خپل کړ.

تېره ورځ د پاکستان سوپر ليګ ١٠مه لوبه د اسلام اباد يونايټيډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړى يې اسلام اباد يونايټيډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد يونايټيډ په ١٧.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٨ منډې وکړې، چې له ډلې اليکس هيلس ٤١، حسين طلعت ٢٢ او اصف علي ١٩ منډې وکړې.

د پېښور زلمي له خوا وهاب رياض او ثاقب محمود ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه، وهاب ٤ او محمود ٣ لوبغاړي وسوځول، مجيب الرحمان او عميد اصف هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١١٩ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ١٧.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري ټام کوهلر کېډمور ٤٦، حېدر علي ٣٦ او شعېب ملک ٢٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسلام اباد يونايټيډ له لوري حسن علي ٢، محمد وسيم او فواد احمد ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وهاب رياض ته ورکړل شوه.

پېښور زلمي تراوسه پورې لومړۍ لوبډله ده چې ٣ لوبې يې ګټلي او د ٦ نومرو سره د جدول په سر کې ده، اسلام اباد يونايټيډ بيا ٢ لوبې ګټلي دي.

نن به د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …