کورپاڼه / خبرونه / دويم سيريز چې افغانستان کرکټ بورډ ورته د لباس سپانسر پېدا نه کړ؟
راشد خان

دويم سيريز چې افغانستان کرکټ بورډ ورته د لباس سپانسر پېدا نه کړ؟

د افغانستان کرکټ بورډ يو ځل بيا اعلان کړى دى، چې د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره يې د لباس عمومي ملاتړ او د خپراوي قانوني حق ملي ټلويزيون ترلاسه کړي دي.

خو په دې اړه يې نور هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي، د تړون د لاسليک خبره يې کړې ده، خو تړون چا او چا لاسليک کړ، په دې اړه هم څه نشته او نه هم د دې تړون د لاسليک کولو د مهال عکسونه يې خپاره کړي دي.

د ايرلېنډ سره د سياليو په وخت کې هم کرکټ بورډ د لباس سپانسر نه و پېدا کړى او بيا يې ملي سپورټ په لباس ليکل شوي و، چې ويل يې ملي سپورټ لباس سپانسر کړى دى.

اوس يو ځل بيا هم ورته کار شوى دى او له دې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې کرکټ بورډ داسې خلکو ته په لاس ورغلى دى، چې ان يوه بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله، چې د راشد خان په څېرې د لسيزې غوره لوبغاړى پکې لوبېږي، ان د لباس سپانسر هم نه شي پېدا کولاى.

د افغانستان کرکټ بورډ د نامسلکيتوب او ګډوډۍ اندازه له دې ولګوئ، چې د ټېسټ لوبو لپاره ١٩ کسيزه لوبډله اعلان شوې ده، خو هلته ٢٢ کسيزه لوبډلې تللې ده او په تمريناتي لوبه کې دوه داسې لوبغاړي هم لوبېدلي دي، چې په دغه ١٩ کسيزه نوملړ کې نه و.

دغه ټېسټ لوبې چې د مارچ په ٢مه نېټه، يعنې سبا نه بل سبا پيلېږي، تراوسه پورې ورته د ټايټل سپانسر او عمومي سپانسر په اړه هم معلومات نشته. جالبه خبره دا ده، چې هغه ټلويزيون چې دا سيالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي، هماغه ټلويزيون يې د لباس سپانسر هم دى.

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …