د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى ډيل سټين چې د پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د لوبې پر مهال د کمنټيټر له خوا د هغه په شخصي ژوند تبصرې هغه غصه کړى دى او د دې څرګندونه يې په ټويټر کې کړې ده.
په ټويټر کې ډيل سټين د ياد کمنټيټر نوم خو نه دى اخيستى، خو په دې اړه يې حتماً اشاره کړې ده، چې د نيوزيلېنډ کمنټيټر سايمن ډول په اړه خبرې کوي.
ډيل سټين په يو ټويټ کې پوښتنه کړې ده، چې هغه کوم کمنټيټر دى، چې زما د ژوند په اړه يې ويلي و، چې زما ژوند کې بحران دى؟
Question
Which commentator said I have a mid life crisis?— Dale Steyn (@DaleSteyn62) February 27, 2021
د جمعې په ورځ د کوټې او پېښور لوبډلو ترمنځ چې کله په ډريسنګ روم کې ناست ډيل سټين په کېمره کې راواخيستل شو، نو کمنټيټر يې په اړه وويل، چې د هغه د ويښتانو نه داسې احساس کېږي، چې هغه په بحران کې دى.
Got the clip pic.twitter.com/ZhjekK9rpD
— — (@_maaaaz) February 27, 2021
ډيل سټين په يو بل ټويټ کې د کمنټيټر په اړه وليکل، چې د کمنټيټر کار دا دى چې په کرکټ تبصره وکړي او همدا دې کوي، که هغه د چا په شخصي ژوند، سټايل يا بل څه باندې تبصره کوي، نو زه فکر کوم چې داسې انسان هېڅ د درناوي وړ نه دى.
If your job is to talk about the game, then do that.
But if you use that airtime to abuse anyone for their weight, sexual choices, ethnic backgrounds, lifestyle etc or even hairstyles, then im afraid I have no time for you as a human.
You and anyone else like that to be fair.— Dale Steyn (@DaleSteyn62) February 27, 2021
د يادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې ډيل سټين په ٤ اورونو کې ٤٤ منډې ورکړې وې، چې له امله يې د کوټې توپ اچونه کمزورې ثابته شوه او پېښور زلمي بيا د ٣ ويکټو په توپير په لوبه کې بريا خپله کړه.