امریکایي روغتیایي څېړونکو خبرداری ورکړی، چې د سپینې ډوډۍ او مکروني ډېر استعمال د زړه ناروغیو ته د بلنې مترادف ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په کاناډا کې د یوې څېړنې له پایلو معلومه شوې چې سپینه ډوډۍ یا ډبل روټۍ، مکروني او د نورو خالصو زرعي غلو دانو استعمال خطرناکې ناروغۍ رامنځته کوي او ډېر استعمال یې د مړینې سبب هم ګرځېدلی شي.
ویل کېږي چې د غلو دانو د پاکولو پرمهال ترې څلورمه برخه پروټین له منځه او له نیمایي ډېر غذایي توکي یې ضایع کېږي. دغه راز د څېړنو له پایلو معلومه شوې هغه کسان چې پاک شوي یا د سپینو اوړو څخه ډېره ګټه اخلي د هغوی په پرتله چې خالص یا ناپاک شوي اوړه او غلې استعمال، د زړه د ناروغیو او د فلج خطر یې ډېر وي.
له پاک شوو غلو دانو څخه لاسته راغلي توکي عبارت دي له، سپینه ډوډۍ، د غلو توکي، خواږه شیان او خالصې غلې دانې بیا له پوستکي، تخم او دننه برخې څخه عبارت دی.