د نړۍ په سطحه شنه مرچک یو عام او ارزانه توکی ګڼل کېږي او خلک یې د خوړو د خوند لپاره په زیاته اندازه استعمالوي، خو آیا تاسې پوهېږئ چې شنه مرچک څه ګټې لري؟
روغتیایي کارپوهان وایي چې شنه مرچک د زړه ناروغیو، د زړه د حملې، فلج او د سرطان په څېر د خطرناکو ناروغیو لپاره ګټور وي او ژوند یې ژغوري او د مړینې خطر یې کموي، دغه راز هغه کسان چې د شنو مرچکو د خوړلو عادت وي د زړه د حملې، فلج او د سرطان په سبب یې د مړینې خطر د نورو په پرتله کم وي.
ویل کېږي چې دغه څېړنه یې په پنځو لویو طبي ډیټا بیسو یا معلوماتو، په څلور نیمو زرو څخه په ډېرو څېړنېزو راپورونو باندې ترسره کړې او د چین، ایټالیا، ایران او امریکا څخه ور پکې پنځه لکه او اویا زره کسان شامل ول.
ویل کېږي چې په ذکر شوو کسانو یې د مرچکو د اغېزو په اړه څېړنې ترسره کړې او څېړونکو وویل چې دا پایلې یې د مرچکو په ترټولو نوې پایلې دي، که څه هم شنه مرچک د خطرناکو ناروغیو لپاره ګټور وي، خو دا خبره کول به له وخته مخکې وي، چې لارښوونه وکړو چې شنه مرچک دې ډېر استعمال شي.