کورپاڼه / خبرونه / “راشده! وروره موږ ته خو يې ډېرې منډې راکړې، قسم دى” + ويډيو
راشد خان (2)

“راشده! وروره موږ ته خو يې ډېرې منډې راکړې، قسم دى” + ويډيو

په ټولنيزو رسنيو کې د راشد خان يوه تازه ويډيو خپره شوې ده، چې يو بل لوبغاړى ورسره خبرې کوي، خو د هغه څېره پکې نه ليدل کېږي او داسې ښکاري چې د زمبابوې پر وړاندې د تمريناتو لوبې په اړه غږېږي.

دا ويډيو چې په ټک ټاک کې لومړى خپره شوې ده، له هغه وروسته په فېسبوک کې هم ډېره لاس په لاس کېږي، کوم لوبغاړى چې ويډيو جوړوي، هغه په راشد خان غږ کوي.

دواړه له يو بل ليرې دي، راشد خان د خپلې کوټې نه بهر راوتى دى او په موبايل کې ګوتې وهي، چې مخامخ ورته په دې بل طرف تعمير کې دا ويډيو جوړونکى لوبغاړى ولاړ دى.

نوموړى په راشد خان غږ کوي: ((راشده! سبا به راځې په خېر، په خېر راشې په خېر راشې، وروره موږ ته خو يې ډېرې منډې راکړې، قسم دى.))

راشد خان هم ورسره له هغه ځايه خبرې کوي او دواړه ډېر خاندي، خو د راشد خان غږ بيا په ويډيو کې ډېر ورو اورېدل کېږي.

د يادولو وړ ده چې په درې ورځنۍ تمريناتي لوبه کې زمبابوې لومړى توپوهنه ترسره کړې وه او په افغانستان يې تر پنځه سوه زياتې منډې جوړې کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …