کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چین ترټولو ارزان بیه بریښنایې موټر؛ د ټیسلا شرکت موټر یې شاته پرېښود

چین ترټولو ارزان بیه بریښنایې موټر؛ د ټیسلا شرکت موټر یې شاته پرېښود

د چینایي شرکت له لورې تیار شوی ارزانه بیه خو معیاري موټر د نړۍ د شتمن شخص ایلون میسک د ټیسلا شرکت موټر شاته پرېښود.

د انګلیستان د خبري رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې ددغه چینایي موټر بیه (۴۵۰۰) ډالر ده او په نږدې وخت کې یې دومره مینوال پیدا کړل، چې د ټیسلا شرکت موټر یې هم شاته کړ.

ویل کېږي چې دغه حیرانوونکی موټر د چین د دولتي شرکت له لوري جوړ شوي، د SAIC له موټرو څخه یې دغه موټر اوسمهال په کوچني ډول کې شتون لري، خو بیاهم د پیرودونکو لخوا ډېر خوښ شوي دي.

دې موټر ته یې د (هانګ ګوانګ مني اي وي) نوم ورکړی او د یو امریکایي شرکت په مرستې سره جوړ شوی یا جوړېږي.

د سر شمېرنې له مخې ویل کېږي، چې دغه موټرې په تېره میاشت کې د ټیسلا په پرتله دوه برابره ډېرې خرڅې شوي او د عامو موټرو بیه یې څلور نیم زره، خو ایرکنډیشنر موټرې یې بیا په پنځه زره ډالرو سره خرڅېږي.

د چینایي شرکت دغه موټر تېرکال خرڅلاو ته وړاندې شوی، چې په ساعت کې سل کیلومیتره په تیزۍ سره رفتار لري او په یو وخت ور پکې څلور کسان په مشکل سره ځاییږي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …