کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ورېښمو د چینجیو په خوراکي توکو کې د بدلون په پایله کې پیاوړي ورېښم لاسته راغلل

د ورېښمو د چینجیو په خوراکي توکو کې د بدلون په پایله کې پیاوړي ورېښم لاسته راغلل

جاپاني ساینسپوهانو د ورېښمو د چینجيو په خوراکي توکو کې د بدلون په راوستلو سره ورڅخه دوه برابره پیاوړي یا مضبوط ورېښم ترلاسه کړي.

د Materials and design د انلاین څېړنیز ژورنال په نوې ګڼه کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې ساینسپوهانو د ورېښمو د چینجي په خوراکي توکو کې په تجربوي ډول سلولوز نینو فایبر (CNF) په نوم ماده شامله کړې وه.

سلولوز نینو فایبر د ډېرو بوټو سربېره د لرګیو په پاتې شونو کې هم موندل کېږي، خو د توهوکو د پوهنتون ساینسپوهانو ته ترټولو ستره ننګونه دا وه، چې د ذکر شوې ماده د ورېښمو د چینجي په خوراکي توکو کې شامله کړي او غوره او پیاوړی ورېښم ورڅخه لاسته راوړي.

په طبیعي ډول د ورېښمو چینجي د شاتوت پاڼې خوري او ورېښم جوړوي، خو په سوداګریزو برخو کې د ورېښمو چینجيو ته بیا بل ډول خوراکي توکي ورکول کېږي، یعنې هغه خوراکي توکي ورکول کېږي چې د ورېښمو پر معیار او ځانګړتیاوو پورې اړه ولري او د توهوکو پوهنتون ساینسپوهان بیا په همدې لړ کې سلولوز نینو فایبر د ورېښمو د چینجیو په خوراکي توکي کې ور ګډ کړي.

چې په پایله کې ورته معلومه شوه چې هغه د ورېښمو چینجي چې په خوراکي توکو کې یې سلولوز نینو فایبر شتون لري، ورېښم د نورو په پرتله دوه برابر غوره او پیاوړي ول.

دا بریا ځکه د ډېر اهمیت لرونکې ده چې ورېښم د جامو یا رخت په تیارولو او د جراحۍ سربېره په نورو برخو کې هم کارول کېږي، بله خوا سیاینسپوهان وایي چې دغه بریا یې تر اوسه نیمګړې ده، ځکه دوی غواړي چې داسې ورېښم تیار کړي تر ډېره وخته کار وکړي او له فولادو هم پنځه برابره کلک یا پیاوړي وي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …