کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن ناروغ دی؛ عملیات به یې ترسره شي

امیتاب بچن ناروغ دی؛ عملیات به یې ترسره شي

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند امیتاب بچن چې په بیګ بایي یا مشر ورور سره هم شهرت لري، د ناوړه روغتیایي حالت له امله یې عملیات ترسره کېږي.

امیتاب بچن پخپلې یو وړې لیکنې سره خپلو مینوالو ته ویلي، چې عملیات یې ترسره کېږي او په همدې سبب ډېر څه نه شي لیکلی.

یاده دې وي چې امیتاب بچن دغه وړه لیکنه پخپل هغه بلاګ خپره کړې، چې وخت ناوخت ور پکې له خپلو مینوالو سره په اړیکه کې وي او د خپلو ورځنیو چارو یا کارونو څخه خبروي.

د وروستي ځل لپاره اته اویا کلن امیتاب بچن هغه وخت روغتون ته وړل شوی و، کله چې نوموړی او کورنۍ یې د کورونا په ناروغۍ سره اخته شوي ول، چې بیا تر څو ورځو پورې د ممبیي په یوه روغتون کې د درملنې لاندې و او وروسته له رغېدو له روغتون څخه رخصت او کور ته تللی و او اوسمهال بیا ناروغه شوی خو لا تر اوسه یې په اړه معلومات نشته چې نوموړی په کومه ناروغۍ اخته دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …