کورپاڼه / اسلام / سعودي عربستان کې به روژه او اختر کله وي؟ وړاندوينه يې وشوه
د روژې مياشت

سعودي عربستان کې به روژه او اختر کله وي؟ وړاندوينه يې وشوه

په سعودي عربستان کې د روژې مياشتې د پيلېدو په اړه وړاندوينه شوې ده، چې لومړۍ روژه به د ٢٠٢١ کال د اپريل په ١٣مه نېټه يا د ١٤٠٠ کال د وري په ٢٤مه نېټه وي، همدا راز د کوچني اختر لومړۍ ورځ به د پنجشنبې ورځ او د مۍ ١٣مه نېټه چې د غويي ٢٣مه نېټه راځي، وي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، ستورپوه پروفېسر عبدالله المسند وايي، چې هيله ده چې د روژې مياشت د اپريل په ١٢مه نېټه يا د وري په ٢٣مه نېټه په ټول هېواد کې وليدل شي او د اپريل په ١٣مه نېټه يا د وري په ٢٤مه نېټه به لومړۍ روژه وي.

نوموړى همدا راز وايي، چې امکان دا دى چې په ٢٩مه روژه به سپوږمۍ د لمر نه ١٢ دقيقې مخکې راښکاره شي، نو ځکه ليدل به يې ممکن نه وي او د روژې مياشت به ٣٠ ورځې وي.

عبدالله المسند په خپلو خبرو کې زياتوي، چې په سعودي عربستان کې به ٣٠ روژې پوره شي او له هغه وروسته به بيا د مۍ په ١٣مه نېټه او د پنجشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د يادولو وړ ده چې افغانستان هم د سعودي عربستان د اعلان نه وروسته د روژې او اختر اعلان کوي، چې که په همدغه نېټه په سعودي عربستان کې روژه او اختر شي، نو په افغانستان کې به هم په همدغه نېټه روژه او اختر وي.

دا هم ولولئ

پرسیفون

((اسلام زما ژوند وژغوره)) د یوې نڅاګرې عیسایۍ د مسلمانېدو کیسه

د پرسیفون رضوي په نوم دا نجلۍ چې د الکولو او پارټۍ (د کلبونو پارټۍ …