آیا تاسې د کوټې په تودوخه کې ایښودل شوي کوچ استعمالوئ، که ځواب مو (هو) وي نو باید ورته وویل شي چې هوښیار واوسئ.
د کاناډا د اوسېدونکو ترمنځ هم د کوچو په نارمل یا برابره درجه کې د سخت پاتې کېدو او د نه نرمېدو په اړه د اندیښنې څپې راولاړې شوي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د کوچو د معیار په اړه پوښتنې را پورته کړي.
د خوراکي توکو کارپوهانو د کوچو د سختوالي په سبب د غواګانو د خوراکي توکو کې د غوړیو د استعمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
Something is up with our butter supply, and I’m going to get to the bottom of it. Have you noticed it’s no longer soft at room temperature? Watery? Rubbery? pic.twitter.com/AblDzGiRQY
— Julie Van Rosendaal (@dinnerwithjulie) February 5, 2021
که څه هم د لبنیاتو د صنعت کارکوونکو په دې خبره ټینګار کړی، چې دغه ډول دعوې سمې نه دي، خو دوی بیاهم ددې پوښتنو د ځواب په اړه د کارکوونکو یوې ډلې ته تشکیل ورکړی دی.
دا خبرې هغه وخت رامنځته شوې، کله چې په خوراکي توکو کتاب لیکوونکي کاناډایي لیکوال جولي وین رورنډال په ټویټر پوست وکړ او و یې لیکل چې آیا کله مو فکر کړی چې کوچ د کوټې د تودوخې په درجه کې هم نه نرمېږي، چې بیا په سلګونو کسانو دغه خبره تایید کړه.
روزنډال وایي چې ددې بنسټیزه وجه د کورونا د نړیوالې وبا پرمهال د کوچو په تقاضا کې زیاتوالی او د غواګانو په خوراکي توکو کې بدلون رامنځته کېدل دي.
بله خوا په کاناډا کې د لبنیاتو د صنعت کارکوونکې وایي، چې د امریکا او انګلیستان سربېره په نورو هیوادونو کې هم د غواګانو په خوراکي توکو کې بدلون راغلی دی.