کورپاڼه / روغتيا / څه ډول په بدن کې د کلیسټرولو کچه برابره وساتو؟

څه ډول په بدن کې د کلیسټرولو کچه برابره وساتو؟

د انسان په بدن کې د کلیسټرولو ډېروالی د ډېرو زیاتو ناروغیو سبب ګرځي او د ښې روغتیا لپاره د کلیسټرولو اندازه برابره ساتل اړین وي. روغتیایي کارپوهان وایې چې د خوراک او څښاک ناوړه عادتونه لکه د کولا څښاک، بازاري توکي او د چرګ غوښه په وینه کې د کلیسټرولو کچه لوړوي، چې بیا د ډېرو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چې د لوړ فشار، د زړه ناروغي، د ځیګر ناروغي او د وزن ډېروالی یې په لومړي سر کې ځای لري.

د خوراکي توکو او روغتیایي کارپوهانو د وینا له مخې، په ورځني خوړو کې باید له اعتدال څخه کار واخیستل شي او د کلیسټرول د برابر ساتلو لپاره باید په ورځني ډول سابه، سلاد او د مختلفو مېوو او فایبرو لرونکي خوراکي استعمال شي، ځکه چې دغه توکي ویټامینونه، منرالونه او انټي اکسایدونه لري، چې په بدن کې د کلیسټرولو کچه برابره ساتي.

د کلیسټرولو لوړېدل څه وي؟

د کلیسټرولو څخه موخه داده چې په وینه کې د غوړو اندازه ډېره شي او کلیسټرول پخپله د غوړو یو ډول دی چې بدن ورته په مناسبه اندازه اړتیا لري، خو که ډېر شي نو د روغتیا لپاره زیانمن بلل کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان سره غوښه، هګۍ، کوچ او تېل د کلیسټرول لرونکې ګڼي او ددې توکو ډېر استعمال د بدن کلیسټرول لوړوي، چې بیا د وینې شیریانونه بندېږي او د زړه د حملې او فلج خطر ډېروي، دغه راز دفاعي سیستم کمزوری کوي او د ژوند موده رالنډوي.

راځئ چې د روغتیایي کارپوهانو هغه لارښوونې ولولو چې د کلیسټرولو له ډېرېدو مو ژغوري او د ښې روغتیا څښتنان کوي مو:

  • په مناسب اندازه او غوره خوراکي توکي استعمالول.

  • دکلیسټرولو د برابر ساتلو لپاره په ورځني ډول د چرګ غوښه، سره کړي توکي او د کولا څښاک نه کارول.

  • په ورځني ډول سلاد استعمالول.

  • فایبر لرونکي توکي یاهم په ساده اوبو کې د لېمو اوبه او سپیغول کارول.

  • په ورځني ډول اته پیالې اوبه څښل.

  • سابه او دال کارول.

  • د یو وخت ډوډۍ نه خوړل او پرځای د مېوو استعمال.

  • شین یا تور چای څښل.

  • تر دیرش دقیقو قدم وهنه

دا هم ولولئ

د روژې نېولو حیرانووکې ساینسي یا روغتیایي ګټې

د اسلام په مبارک دین یوه میاشت په بشپړ ډول د روژو لپاره ټاکل چې …