کورپاڼه / بېلا بېل / په امریکا کې تمساح ګانو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ځانګړې لاره غوره کړې

په امریکا کې تمساح ګانو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ځانګړې لاره غوره کړې

په امریکا کې د سختې واورې ورېدنې او د طوفات په سبب تمساح ګانو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ځانګړې لاره چاره خپله کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په دې ورځو کې د امریکا په جنوبي ایالتونو کې سخت واورین طوفان را الوتی، چې د اوکلاهاما ایالت یې هم پکې شامل دي او په ایالت کې تمساح ګان له خطرونو سره مخ شوي دي.

ویل کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د واورې ورېدنې په صورت کې کنګلونه رامنځته شوي، تر دې چې د سختې یخنۍ یا سړو په سبب چینې هم په کنګل بدلې شوي او ګڼ شمېر تمساح ګان یې له ستونزو سره مخ کړي.

تمساح ګان ددې لپاره چې خپل ژوند وژغوري، له واورې او یخ څخه یې خپلې پوزې را ایستي او نور ټول بدن یې په یخ کې پټ کړی او کار یې ځکه ترسره کړی ترڅو په سمه توګه ساه واخلي او دغې کار ته یې د Snorkeling نوم ورکړی دی.

یاده دې وي چې تمساح د سړې وینې د لرونکو حیواناتو له جملې څخه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د …