کورپاڼه / روغتيا / د بادامو د اوړو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د بادامو د اوړو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د بادامو اوړه په ګڼو خوراکي توکو او د دوکانونو په مختلفو توکو کې موندل کېږي.

د بادامو اوړه څه شی وي؟

د بادامو اوړه تر نه باورېدونکې حده پورې مناسب ګڼل کېږي، چې د لوړ فشار لپاره ګټور وي، ګلاټین نه لري او د خرابو کلیسټرولو او د وینې د فشار په کمولو کې مرستندویه تمامېږي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د بادامو اوړه د عادي اوړو په پرتله څو برابره ګټور وي، چې له خامو یا پخو بادامو څخه لاسته راځي

ویل کېږي چې د بادامو اوړه چې د ګلاټین څخه پاک وي، نو د هغه کسانو لپاره ګټور ګڼل کېږي چې د سیلیک په ناروغۍ اخته وي، خو پوښتنه داده چې آیا رښتیا هم د بادامو اوړه صحت مند وي؟

بادام یو له صحت مندو وچوو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي، خراب کلیسټرول کموي او ښو کلیسټرولو ته ډېروالی ور کوي. دغه راز د بادامو په جوړښت کې میګنیزیم وي چې د بدن لپاره ګټور وي، لوړ فشار برابروي او د لوړ فشار او انسولینو ته هم اغېزمن وي.

بله خوا ویل کېږي چې د بادامو په اوړو کې په لږه اندازه کاربوهایډریټ وي او د بدن د پروټینو او فایبرو اندازه پوره کوي.

بادام د ویټامین اي غوره ذریعه ده:

بادام د ویټامین اي غوره ذریعه ده چې یو ډول پیاوړي انټي اکساید دي چې اړین ویټامین دي، یعنې که چېرته د بادامو اوړه استعمال شي نو د بدن اړتیا پوره کوي، خو که چېرته د ویټامین اي له کمښت سره مخ شو نو پر روغتیا مو اغېزې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …