کورپاڼه / جالب / د کلیزې په پار د یوې څلور نوي (۹۴) کلنې میرمنې حیرانوونکې غوښتنه

د کلیزې په پار د یوې څلور نوي (۹۴) کلنې میرمنې حیرانوونکې غوښتنه

د هر انسان په ژوند کې ځینې ورځې ډېرې ځانګړې وي، چې یوه په دې ورځو کې د کلېزې ورځ هم ده، چې هر څوک ور پکې ډالۍ اخلي، خو په کاناډا کې یوې څلور نوې کلنې میرمنې یوه داسې غوښتنه کړې چې ټول یې ګوته په غاښ کړي.

د نړیوالو خبري رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغې څلور نوې کلنې میرمنې چې نینا راکټ نومېږي د خپلې کلیزې په ورځ یې د ډالۍ پرځای د کورونا د واکسینو د لګولو په غوښتنه ټول حیران کړي دي.

دغې میرمنې په دروازه یو بینر ځوړند کړی او لیکلي یې چې نن ورځ څلور نوي کلنه شوم، خو ډالۍ نه غواړم یوازې واکسین راته پکار دی، په دې اړه ددې میرمن لور مارګریټ وایي چې واکسین نه موندل کېږي، نو ځکه یې دغه لیکنه په دروازه را ځوړنده کړې.

په کاناډا کې د تېرکال له ډسمبر څخه واکسین پیل شوی، خو تر اوسه پورې د څلور نوې کلنې نمبر لا نه دی راغلی، نو ځکه خو د خپګان احساس کوي، نوموړې وایي چې حکومت یې وعدې نه پوره کوي او ډاکتران هم بشپړ معلومات نه ورکوي.

بله خوا مارګریټ ټولو د ډېر عمر لرونکو کسانو ته لارښوونه کړې چې په همدې ډول د کور په دروازو بینرې ځوړندې کړي، ترڅو د حکومت ورته پام شي او غم یې وخوري.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …