کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان د ايټالوي خوراکونو پخلى زده کوي
شاه رخ خان

شاه رخ خان د ايټالوي خوراکونو پخلى زده کوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اکتوبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو ستورى کنګ خان شاه رخ خان وايي، چې نن سبا د ايټاليايي خوراکونو د پخلي په زده کولو کې بوخت دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندۍ سينما نامتو فلمي ستوري شاه رخ خان اوس مهال له فلمونو څخه رخصت اخيستى دى او په دې وخت کې خپل ټول وخت له خپلې کورنۍ او بچو سره تېروي.

شاه رخ خان تېره ورځ د امريکايي ټلويزيون لپاره د ډويډ لېټرمېن د خپرونې لپاره ريکارډنګ وکړ. د دغه خپرونې يوه ويډيو خپره شوې ده، چې شاه رخ خان پکې وايي، چې هغه سهار د خپلو بچو لپاره پاستا پخوي.

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکر خبره کړو

ايشوريه راى بيا سينما ته راغله

د پاکستان پوځ په شاه رخ نيوکې او وزيرستان کې ظلمونه

په دغه ويډيو کې شاه رخ خان د خپلې کورنۍ او بچو په اړه معلومات له خلکو سره شريک کړي دي. شاه رخ خان په دغه ويډيو کې وايي چې هغه خپل ټول وخت له خپلو ماشومانو سره تېروي. هغه زياتوي چې د ايټاليې خوراکونو د پخولو چل زده کوي او خپلو بچو لپاره پاستا پخوي.

نوموړى همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، چې هر سهار يې ماشومان چې ډوډۍ خوري، نو دى ورته ايټالوي خوراک (پاستا) پخوي او همدا راز د نورو ايټاليايي خوراکونو د پخولو چل هم زده کوي.

شاه رخ خان چې اوس ٥٣ کلن دى، د هندي سينما پاچا ګڼل کېږي، ځکه هغه يو له غوره او کاميابو فلمي ستورو څخه دى. د نوموړي وروستي فلم (زيرو) په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى دى، چې خلکو خوښ کړى. هغه تر دې مهاله د لسګونو فلمونو تر څنګ په سريالونو کې هم کار کړى دى او همدا راز ټلويزيوني خپرونو کې يې هم د وياند يا کوربه دنده ترسره کړې ده.

د شاه رخ خان راروان فلمونه (سيلوټ) او (ډان: د فاينل چېپټر) په نومونو دي، خو تر دې مهاله پورې د دواړو فلمونو د خپرولو نېټې نه دي معلومې شوې، ځکه تراوسه پورې د دغه فلمونو په ثبت باندې کار نه دى روان شوى.

١١٦ کلن بابا له داسې نجلۍ سره واده غواړي چې لمر يې نه وي ليدلى:

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …