کله چې یو څوک چېرته لېرې په سفر ځي، نو له ځان سره د اوبو بوتل وړي یاهم د کور اوبه له ځان سره وړي او په لار یې څښي، خو آیا تاسې پوهېږئ چې په الوتکه کې له ځان سره د اوبو بوتل وړل منع دي، که چېرته تاسې په سفر ځئ او په الوتکه کې سفر کوئ نو له هوایي ډګر څخه به اوبه اخلئ، خو پوښتنه داده چې ولې له ځان سره اوبه وړل منع وي؟ ددې تر شا یو ساینسي علت شتون لري، چې ور باندې پوهېدل مو د حیرانتیا لامل ګرځي.
که چېرته په هوایې ډګر کې د تلاشۍ پرمهال درسره د اوبو بوتل وموندل شوی، نو درڅخه یې اخلي او بیابه یې په هوایې ډګر اخلئ، ډېر خلک فکر کوي چې دا د پیسو ګټلو یوه طریقه ده، خو داسې نه ده ځکه چې ډېری خلک سپین ډوله کیمیاوي مواد له ځان قاچاق کوي او ځینې کیمیاوي مواد کله چې فشار پرې وارد شي نو یو ډول چاودنه رامنځته کوي چې ډېره خطرناکه وي، نو په همدې علت د اوبو بوتل په هوایي ډګر نه پرېښودل کېږي.