د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې او موډله صوفيه کېف چې د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي، تازه يې دوه سپي اخيستي دي او د هغې عکسونه يې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.
صوفيه کېف چې په دې وروستيو کې يې (لاړ شه پېښور ته) سندره ويلې او په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې وه، د خلکو له لوري ډېره خوښه شوې وه.
دا تازه عکسونه چې صوفيه کېف په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، له هغې سره پکې دوه سپين سپي دي او داسې ښکاري چې د چکر لپاره يې له کوره بهر راويستلي دي.
صوفيه کېف د خپلو دې سپو په اړه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي دي، چې دا زما نوي ماشومان (سپي) دي. هغه همدا راز وايي، چې سپى خلکو ته بې شرته مينه ورزده کوي او که تاسې دا لرئ، نو ژوند کې به درته ډېر څه ډېر بد نه وي.
صوفيه کېف د خپلو سپو سره اخيستل شوي څو عکسونه په بېلا بېلو پوسټونو کې خپاره کړي دي، چې د هغې په فېسبوکپاڼه کې دا عکسونه د هغې د مينه والو له خوا خوښ شوي دي او ډېرى خلکو پرې تبصرې هم کړې دي.
پر نوموړې ځينو کسانو نيوکې هم کړې دي، چې ولې يې سپي ساتلي دي، خو ځينو کسانو يې بيا د سپو ستاينه کړې ده او د هغې عکسونه يې هم خوښ کړي دي.