کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي زبردسته توپوهنه ترسره او چټکه پنځوسيزه يې ووهله
محمد نبي

محمد نبي زبردسته توپوهنه ترسره او چټکه پنځوسيزه يې ووهله

د پاکستان سوپر ليګ کې نن محمد نبي ډېره زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې چټکه پنځوسيزه يې ووهله او د ٥٧ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.

د پاکستان سوپر ليګ ١١مه لوبه نن د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پيل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړى يې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کراچۍ کنګز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې وکړې.

محمد نبي نن ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې په ٣٥ توپونو يې ٥٧ منډې وکړې او ٣ شپږيزې يې او ٤ څلوريزې يې ووهلې، خو تر ټولو زياتې منډې بيا شرجيل خان ترلاسه کړې، چې په ٣٩ توپونو يې ٦٤ منډې وکړې، هغه ٦ شپږيزې او ٥ څلوريزې هم ووهلې.


محمد نبي تر دې مخکې هم په يوه لوبه کې ښه توپوهنه ترسره کړې وه، خو په روان ليګ کې يې دا لومړۍ پنځوسيزه ده، چې د لاهور قلندرز پر وړاندې يې ووهله.

د لاهور قلندرز له خوا شاهين شاه اپريدي ښه توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، حارث روف، احمد دانيال، ډيويډ ويس او سميت پټيل هم ١-١ ويکټ واخيستې.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …