کورپاڼه / روغتيا / د کدو جوس د ګردو لپاره ګټور وي او تیږي یې له منځه وړي

د کدو جوس د ګردو لپاره ګټور وي او تیږي یې له منځه وړي

د کدو په اړه ویل کېږي چې یواځینۍ سبزي ده چې د پروټینو او معدني موادو اندازه یې د نورو په پرتله ډېره ده او زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه راځي چې کدو به یې په ډېر شوق سره خوړو او اولیاء کرامو هم په مینه سره خوړو.

کدو په عموم کې په دوه ډوله وي یو یې اوږد او بله بیا ګرد غوندې وي، چې طیبعت یې سوړ دی، چې په جوړښت کې یې کلسیم، پوتاشیم، فولاد، ویټامین او ویټامین بي شتون لري، چې د قبض مخنیوی کوي او د سینې سوخت او تېزابیت ختموي.

کدو ډېرې زیاتې ګټې لري خو نن ورځ د کدو د جوس د هغه ګټو په اړه خبرې کوو چې ډېر خلک ورڅخه نه دي خبر، ویل کېږي چې د کدو د جوسو په څښلو سره نه یوازې دا چې د متیازو سوخت ختمېږي، بلکې د کولمو او د معدې د تېزابیت او میکروبونه هم ختموي.

که چېرته تاسې د تشو متیازو ستونزې لرئ نو د کدو په جوس کې لېمو واچوئ او په ورځني ډول یې وڅښئ، دغه راز که چېرته د کدو جوس استعمال کړو نو په ګردو کې به مو تیږي نه رامنځته کېږي، خو که چېرته بیاهم رامنځته شي یا په ګردو کې شتون ولري نو ذکر شوي جوس یې خارجوي، یاده دې وي چې د کدو جوس د کدو په زبېښلو سره لاسته راځي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …