کورپاڼه / بېلا بېل / هغه سیمه چې هر کور یې د الوتکې لپاره ځانګړي ځایونه لري

هغه سیمه چې هر کور یې د الوتکې لپاره ځانګړي ځایونه لري

د نړۍ په ځینو برخو کې ځینې وختونه داسې کوچني غوندې استوګنځایونه یا کورونه جوړېږي، چې یوه نه یوه ځانګړتیا به خامخا لري، چې نن ورځ د همداسې ځای په اړه خبرې کوو.

له دویمې نړیوال جګړې وروسته د نړۍ په سطحه په لېرو پرتو سیمو کې د ژوند کولو مینه ډېره شوې، ترڅو خلک د جنګ د بربادۍ په سبب له ذهني فشار څخه خوندي واوسي او رواني روغتیا یې سمه وي، په همدې موخه او ورته ډول سره د امریکا د کیليفورنیا د ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې یو ښار ګوټی جوړ شوی، چې اوسېدونکي یې پخپلو کورونو یا ګراجونو کې د موټرو پرځای الوتکې پارک کوي یا یې ورته ځای جوړ کړی.

د کامرون پارک هوایي ډګر ته نږدې دغه ښارګوټي ته د کامرون د هوایي پارک ملکیت نوم ورکړل شوی، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلکي پیلوټان یاهم هغه څوک دي چې د پیلوټۍ سره مینه لري او خپله د الوتکې لرونکې دي، چې په هر کور کې یو لوی ګراج شتون لري چې الوتکې پکې پارک کېږي یا ودرېږي.

په دې سیمه کې د الوتکو تګ راتګ دومره عادي دی لکه په نور ځایونو کې چې د موټرو تګ راتګ عادي وي.

په سیمه کې د یو کور بیه لږ تر لږه پنځلس لکه ډالره ده او ټول پکې یو سلو څلرویشت کورونه شتون لري، سرکونه سل فوټه پراخه دي ترڅو الوتکه پکې په آسانۍ سره حرکت وکړي.

د کامرون پارک د هوایي ډګر مدیر وایې، چې ددغې سیمې سرکونه د هوایي ډګر د الوتکې د منډې له سرکونو پراخه دي، ځکه چې په دې سرکونو په منظم ډول سره د الوتکو تګ راتګ ډېروي او یو له بل سره څنګ په څنګ تېرېږي، خو په هوایي ډګر کې بیا په یو وخت کې یوازې یوه الوتکه الوتنه کولی شي.

په دې ځای کې د سرکونو او ترافیکو نښې نښانې او میل بکسونه هم په ټیټ ډول سره لګول شوي، ترڅو الوتکې ورسره ونه جنګېږي او میل بکسونه یې د الوتکو په شکل سره دي.

ددې سیمې ډېری اوسېدونکې خپل کار ته د تلو پرمهال خپلې شخصي الوتکې کاروي، هغه کسان چې په نږدې ښارونو کې دندې لري او له یو نیم ساعت څخه تر دریو ساعتونو پورې په موټر مزل کوي، پرځای په الوتکه کې یوازې په څلویښت دقیقو کې د کار ځای ته ځان رسوي.

دا سیمه ددې لپاره هم ځانګړې ده چې اوسېدونکي یې له هوایي چارو سره تړاو یا مینه لري

 

ددې سیمې یو اوسېدونکی وایې، کله چې موږ یو مجلس ته ځو نو هلته د دویمې نړیوالې جګړې یاهم د ویتنام د جنګ له پیلوټانو نېولې تر ځوانانو پیلوټانو ټول شتون لري.

ددې ځای سل سلنه اوسېدونکي د شخصي الوتکو څښتنان نه دي، ځینې یې موټرې لري او د تګ راتګ لپاره ورڅخه ګټه اخلي او کله چې موټروان او پیلوټ سره مخامخ شي نو له ډېر اختیاط او پاملرنې څخه کار اخلي.

ددې سیمې یو اوسیدونکی وایي، کله یې چې الوتکه کور ته نږدې کېږي، نو پخلنځی یې ورته له هوا څخه ښکاري او کله چې راښکته کېږي، نو میرمنې ته خبر ورکوي او د ښکته پر وخت یې ورته میرمن له پخلنځي لاس خوځوي.

په دې ځای کې په دې ډول د الوتنې ۶۴۰ ځایونه شته دی او اوسېدونکې یې په دې باور دی چې دا سیمه د ښکلا او اسانتیا له مخې غوره سیمه ده.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …