کورپاڼه / روغتيا / آیا ستاسې زړه صحت مند دی؟ په دې آسانه طریقې سره یې معلوم کړئ!

آیا ستاسې زړه صحت مند دی؟ په دې آسانه طریقې سره یې معلوم کړئ!

کله چې د انسان زړه په سم ډول سره خپل دنده ترسره نه کړي، نو د انسان بدن هم له ستونزو سره مخ کوي، ځکه چې زړه ټول بدن ته وینه رسوي او کله چې وینه پمپ نه کړي، نو بدن مو له کمزورۍ سره مخ کېږي او همدغه کمزوري مو په کارونو کې خنډ رامنځته کوي او په خطرناکو ناروغیو مو اخته کوي، نو راځئ چې نن ورځ د یوې داسې طریقې په اړه خبرې وکړو، چې موږ سره د زړه د روغتیا په معلومولو کې مرسته کوي.

  • یوه پیاله به له یخې اوبو څخه ډکه کړې او بیابه ور پکې څو ټوټې یخ واچوئ.

  • بیابه یو لاس تر دیرشو ثانیو پورې ور پکې ډوب کړئ.

  • کله چې له دیرش دقیقو وروسته ترې لاس را بهر کړئ، نو دوه ډوله پایلې به ترلاسه کړئ: که چېرته مو د یخو اوبو په سبب ګوتې سرې وې نو ددې مطلب دا وي چې د وینې دوران به سم دی او په وینه کې مو د اکسیجن اندازه برابره ده، ټول بدن ته مو وینه په سم ډول سره ځي او زړه مو صحت مند دی، خو که چېرته مو د ګوتو رنګ نیلي یا ژېړ شو نو پوه شئ چې دا د خطر نښه وي او مطلب یې دا وي چې د وینې دوران مو ستونزې لري، په وینه کې مو د اکسیجن اندازه لږه ده او د زړه روغتیا مو ښه نه ده او ګوتې هغه وخت ژېړېږي کله چې د وینې په سرو کرویاتو کې د اکسیجن اندازه کمه شي.

دا هم ولولئ

د ویټامین ډي کمښت کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د ښه او صحت مند ژوند لپاره نه یوازې دا چې روغتیا بخښونکي خواړه خورا …