کورپاڼه / بېلا بېل / فرمان کسکر پولیسو نیولی او بندي دی

فرمان کسکر پولیسو نیولی او بندي دی

د خپلې ګډې وډې شاعرۍ څخه په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شوی فرمان کسکر پولیسو نیولی دی او اوس بندي دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د فرمان کسکر یو عکس ډېر لاس په لاس کېږي، چې هغه په زندان کې بندي لیدل کېږي، خو تراوسه پورې يې لامل په واضحه توګه نه دی معلوم.

د راپورونو په وینا، چې فرمان کسکر د نرښځیانو سره د ګرځېدو او یا هم د نڅا له امله نیول شوی دی، خو په یو بل راپور کې بیا ویل شوي دي چې هغه سره پولیسو ایس نیولي دي.

فرمان کسکر په کالو خان تاڼه کې بندي دی، خو په اړه يې لا هم دقیق معلومات نشته، چې په کوم تور نیول شوی دی.

فرمان کسکر هغه هلک دی چې په لومړي ځل يې په یو پټي کې ځینې ګډوډ شعرونه ویلي و، چې هغه ویډیو يې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوه.

وروسته له نوموړي سره ډېرو رسنیو مرکې وکړې او هغه بیا خپلې شاعرۍ ته دوام ورکړ چې اوس يې سلګونه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې پرتې دي.

فرمان کسکر بیا په ډرامو کې هم کار وکړ او اوس خو د هغه نوم او شاعري د کسکریات په نوم هم پېژندل کېږي، چې ګډوډ غږېدونکو خلکو ته دا اصطلاح کارول کېږي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …