کورپاڼه / اسلام / آیا یو مسلمان نامسلمان یا کافر ته وینه ورکولی شي؟

آیا یو مسلمان نامسلمان یا کافر ته وینه ورکولی شي؟

د وینې ورکولو په اړه ځینې وختونه پوښتنې راپورته کېږي، چې یو مسلمان نامسلمان ته وینه نه شي ورکولی، حال دا چې په دې اړه اسلام په واضح ډول سره فرمایلي، یعنې اسلام نامسلمان د وینو په ورکولو منع نه ده راوړې خو ځینې خبرې باید په ذهن کې وساتل شي.

په قران کریم کې حکم راغلی، چې الله تعالی مو له هغه خلکو نه منع کوي چې تاسو سره د دین په اړه جنګ نه کوي او نه هم تاسې له کورونو یل وطن څخه باسي، تاسې ورسره د ورونو په څېر ژوند وکړئ، له عدل څخه کار واخلئ ځکه چې الله تعالی انصاب خوښوونکې دی.

په بل ځای کې الله تعالی فرمایي، الله تعالی تاسې له هغه خلکو سره له ملګرتیا منع کوي، چې تاسو سره د دین په اړه جنګ کوي او تاسې له کورونو یا وطن څخه باسي او ستاسې په ویستلو کې ستاسو له دښمن سره مرسته کوي او هغه څوک چې له داسې کسانو سره ملګرتیا کوي نو هغه ظالم دی.

نو له دې آیتونو څرګندېږي چې موږ هغه کسانو سره ښه کولی شو، چې موږ سره جنګ نه کوي او نه موږ سره جنګ کوي او فساد خپروي، چې په دې ښو کې مالي مرسته هم راځي او په نور چارو کې هم ورسره مرسته کولی شو، لکه یو ځای چې اللخ تعالی فرمایي، چا چې ناحقه قتل وکړو دا داسې مثال لري لکه ټول خلک یې چې قتل کړي وي او چا چې د یو چا ژوند وژغوره لکه ټول خلک یې چې ژغورلي وي.

نو له دې څخه څرګندېږي چې موږ نامسلمان ته هم وینه ورکول شو، په حدیث شریف کې راځۍ چې حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایي، چې زموږ له څنګ څخه یوه جنازه تېره شوه، نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ودرېد او موږ هم ورسره ودرېدو، موږ وویل چې یا رسول الله دا خو د یهودي جنازه ده، رسول الله وفرمایل کله چې تاسې جنازه ولېده نو ودرېږئ، که هغه د هر مذهب وي. یعنې معلومه شوه چې نامسلمان ته هم مینه ورکولی شو.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …