کورپاڼه / خپلواک / شاهد کپور: رنوير سنګ تر سېف علي خان ښه اداکار دى
رنوير سنګ، سېف علي خان او شاهد کپور

شاهد کپور: رنوير سنګ تر سېف علي خان ښه اداکار دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اکتوبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستورى شاهد کپور وايي، چې رنوير سنګ تر سېف علي خان ډېر ښه ممثل يا اداکار دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، شاهد کپور تېره ورځ د نيها دهوپيا په خپرونه (نو فلټر نيها) کې مېلمه و، چې هلته يې په ډېر څه باندې په خلاص زړه خبرې وکړې.

نيها دهوپيا له شاهد کپور نه وپوښتل، چې د (پدماوت) فلم کې ستا سره کار کوونکى رنوير سنګ او ستا د پخوانۍ انډيوالې کرينه کپور خاوند سېف علي خان کې ښه اداکار څوک دى؟ شاهد کپور يې په ځواب کې وويل، چې د هغه په فکر رنوير سنګ په اوس وخت کې تر ټولو ښه اداکار دى.

د (کبير سنګ) له بريا وروسته شاهد کپور خپل فيس زيات کړى

کرينه کپور له سېف علي خان مخکې له چا سره واده کولو؟

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

هغه نه همدا راز وپوښتل شو، چې ستا کامياب فلم (جب وي مېټ) کې بيا ځلې جوړېږي نو د کرينه کپور خان کردار به پکې څوک ښه ترسره کړاى شي؟ شاهد کپور يې په ځواب کې وويل چې زه فکر کوم په دې وخت کې به دغه کردار عاليه بټ په ډېر ښه ډول ترسره کړي.

همدا راز نوموړي د خپل فلم (وواه) په تړاو وويل، چې که دغه فلم بېرته جوړېږي، نو سلمان خان به پکې ډېر ښه ولوبېږي. همدا راز د (کمينى) فلم په تړاو نوموړي وويل، چې په دغه فلم کې به وکي کوشل ښه اداکاري ترسره کړاى شي.

د يادولو ده چې د شاهد کپور وروستى فلم (کبير سنګ) و، چې ډېر زيات خلکو خوښ کړ. په دغه فلم که څه هم ډېرې نيوکې هم وشوې، خو په سينما کې خلکو ډېر وکتلو او ډېرې پېسې يې وګټلې.

شاهد کپور چې په ډېرو برياليو فلمونو کې يې کار کړى دى، راروان فلم يې د (جرسي) په نوم دى، چې دغه فلم به د ٢٠٢٠ کال د اګست په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي. همدا راز د (وه کون تهى) په نوم هم په يوه فلم کې کار کوي، خو د دغه فلم د نندارې ته وړاندې کېدو نېټه لا نه ده اعلان شوې.

د خپلواک وېبپاڼې ذهني پوښتنې او ټوکې ټکالې:

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …