کورپاڼه / جالب / په زړه پورې څېړنه: د لایکونو د مینوالو حالت داسې وي لکه یو وږی موږک چې د خوراک په لټه کې وي

په زړه پورې څېړنه: د لایکونو د مینوالو حالت داسې وي لکه یو وږی موږک چې د خوراک په لټه کې وي

دا د ټولنیزو رسنیو دور دی او خلک یې لایکونه ته بېخي په هوس کې دي، خو اوسهمال ساینسپوهانو د لایکونو د مینوالو په اړه داسې موندنې کړي، چې په اورېدو به یې له خندا شنه شئ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې ساینسپوهانو په امریکا او اروپا د خپلې ګډې څېړنې له مخې چې په انسانانو او موږکان یې ترسره کړې وې، ویلي دي چې د ټولنیزو رسنیو هغه کاروونکو چې لایکونو ته ډېره بې صبره وي، ذهني حالت یې هغه موږکانو ته ورته دی، چې د لوږې له لاسه د خوراک په لټون کې سرګردانه وي.

ساینسپوهانو د څېړنې له مخې د انسانانو او موږکانو دماغي فعالیتونه وکتل او معلومه یې کړه، کله چې یو شخص پر خپل پوسټ یا لیکنه د لایک په تمه وي او کله چې یو وږی موږک د خوراک په لټه کې وي، دغه وخت د دواړو یعنې انسان او موږک سوچ او فکر سره ورته وي.

د نیویارک پوهنتون ارواپوه او د څېړونکې ډلې غړی استاد ډیویډ اموډیو وایي، چې له څېړنې دا خبره ثابته شوه چې د لایک د ترلاسه کولو غوښتنه یوه داسې ځانګړتیا چې تقریباً په هر یو حیوان کې موندل کېږي او د همدې غوښتنې په اساس هر یو حیوان له ډېر نه ډېر د خوراک غوښتونکی وي او د ترلاسه کولو هڅه یې کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …