کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د محمد نبي پنځوسيزه په اوبو لاهو شوه، فخر، ډنک او ويس لاهور بريالى کړ
محمد نبي

د محمد نبي پنځوسيزه په اوبو لاهو شوه، فخر، ډنک او ويس لاهور بريالى کړ

د شرجيل خان او محمد نبي چټکې پنځوسيزې په اوبو لاهو شوې، د لاهور قلندرز لپاره فخر زمان، بين ډنک او ډيويډ ويس زبردسته توپوهنه ترسره کړه او بريا يې ورپه برخه کړه.

د پاکستان سوپر ليګ ١١مه لوبه پرون ورځ د لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې لاهور پچه وګټله او لومړى يې کراچۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شرجيل خان په ٣٩ توپونو ٦٤ او محمد نبي په ٣٥ توپونو ٥٧ منډې وکړې، همدا راز ډينيل کريسچين هم ٢٧ منډې ترلاسه کړې.

د لاهور قلندرز له خوا شاهين شاه اپريدي ٣، حارث روف، احمد دانيال، ډيويډ ويس او سميت پټيل ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٧ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې کراچۍ کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له خوا فخر زمان ٨٣، بين ډنک ٥٧ ناسوځېدلې او ډيويډ ويس ٣١ ناسوځېدلې منډې وکړې، ويس په ٩ توپونو دا منډې وکړې او د وروستيو دوه شپږيزو په وهلو سره يې لاهور بريالى کړ.

د کراچۍ کنګز له لوري محمد عامر، وقاص مقصود او ډينيل کريسچين ١-١ ويکټ واخيستې. محمد نبي بيا په ٤ اورونو کې ٣١ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې وانخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهين شاه اپريدي ته ورکړل شوه.

د پاکستان سوپر ليګ ١٢مه لوبه به نن د اسلام اباد يونايټيډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ …