کورپاڼه / جالب / په فلیپین کې د یوې جوړې واده څلرویشت (۲۴) کاله وروسته پای ته ورسېد

په فلیپین کې د یوې جوړې واده څلرویشت (۲۴) کاله وروسته پای ته ورسېد

په فلیپین کې د یوې غریبې او بې کوره جوړې واده بالاخره څلرویشت کاله وروسته پای ته ورسېد، د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې پنځوس کلنې روزلین فیریر او پنځه پنځوس کلن رومیل باسکو په نومونو دغه جوړه له تېرو څلرویشت کلونو څخه سره یوځای دي.

ویل کېږي چې دغې جوړې دوه نیمې لسیزې په سرک تېرې کړي، دوی یوازې یو بایسکل لري او په بایسکل پسې یوه وړه غوندې ټرالۍ تړلې، چې بستره او نور اړین وسایل ور پکې ایښي دي.

خو اوسمهال د رومیل او روزلین د واده ترتیبات د رچرډ سټرینډ په نوم د یو شخص له لوري ترسره شوي، چې د یو تالار یا سالون خاوند دی او د تالار کارکوونکو د رومیل او روزلین میک آپ ترسره کړی دی.

رومیل او روزلین د واده جوړې واغوستې او عکسونه یې واخیستل شول، رچرډ سټرینډ وایي چې دا وخت د کورونا ویروس په سبب د واده مراسم جوړول ناشوني دی او کله چې لږ بندیزونه کم شي نو د رومیل او روزلین واده په ډېر شور او مستۍ سره ترسره کړي.

د عکسونه له اخیستو وروسته روزلین ویلي، کله چې زه وړه وم نو له هغه وخته مې د واده د سپینې کمیس د اغوستلو خوب لېدو، چې اوسمهال مې د هغه خوبونو تعبیر وموند، موږ ټول د یوې نوړۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې او د ناویتوب هیله مې له لاسه ورکړې وه، چې رچرډ مې ژوند ته راغی او ترټولو لویه هیله یې راپوره کړه.

دا هم ولولئ

یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

د پاکستان د جیکب آباد د سیمې یو تن اوسیدونکي له خپل واده یا نکاح …