کورپاڼه / روغتيا / په ورځني باید څومره کافین استعمال شي، ترڅو زموږ پر روغتیا منفي اغېزې پرېنباسي؟

په ورځني باید څومره کافین استعمال شي، ترڅو زموږ پر روغتیا منفي اغېزې پرېنباسي؟

کافین په عام ډول استعمالېدونکو ډېرو څښاکو یا مشروباتو په ځانګړي ډول په چایو او کافي کې موندل کېږي، چې بې شمېره ګټې یې په جوړښت کې شتون لري، خو ډېر استعمال یې زموږ پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي، نو ځکه یې باید له ډېر استعمال څخه ډډه وشي.

د سیدتي ورځپاڼې د لیکنې له مخې د زړه د ناروغیو متخصص ډاکتر خالد النمر په ورځني ډول د کافینو د استعمال د اندازې په اړه وایي، چې کافین باید په مناسبې اندازې سره استعمال شي.

ډاکتر النمر وایي چې کافین باید په ورځني ډول سره درې سوه ملي ګرامه استعمال شي، چې په عام ډول اته عربي پیالې او له دریو امریکایې پیالو کې موندل کېږي، ډاکتر النمر تاییدوي چې دغه اندازه د چایو لپاره هم ده، یوازې د کافي په اړه نه ده.

کافین په رواني ډول انسان چست او چالاک ساتي، مرکزي دماع یې متحرک کوي، کمزوري او سستي ختموي او د کافینو ترټولو مهمه ذریعه چای، کافي او یخ څښاک دي.

په سینګاپور کې د نیشل پوهنتون د یو ساینسي راپور له مخې ویل کېږي، چې یوه پیاله چای څښل د دماغو لپاره ګټور وي، چې د حجرو زیاتوالی کموي او د دماغو ګرمښت برابر ساتي، دماغ د پروټینو له زیانونو څخه ساتي او دماغي وړتیاوې خوندي کوي.

ویل کېږي که چېرته په ورځني ډول له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰  ملي ګرامو څخه ډېر کافین استعمال شي، نو د بې خوبۍ، زړه بدوالي، خپګان، د هضم ستونزې او د سر درد رامنځته کوي، دغه راز ژور خپګان هم رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …