کورپاڼه / روغتيا / الماني ساینسپوهان ادعا لري، چې یو داسې سیستم یې تیار کړی، چې د مړینې وړاندوینه کوي

الماني ساینسپوهان ادعا لري، چې یو داسې سیستم یې تیار کړی، چې د مړینې وړاندوینه کوي

الماني ساینسپوهان وایي، چې یوه وسیله یې تیاره کړې، چې د مړینې په اړه وړاندوینه کوي، د المان خبري رسنۍ DW د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه ادعا د هامبرګ د تخنیکې پوهنتون استاد الیګزنډر کویلیپن لخوا شوې، نوموړی وایي چې د الوتکو د ځای د معلومولو، د الوتکو د لوړتیا د اندازې او د موټرو د سرعت اړوند که رادار کارول کېږي، نو دغه ټیکنالوژي په طبي نړۍ هم د استفادې وړ ده.

ویل کېږي چې الماني ساینسپوه الیګزنډر کویلیپن له خپلو ملګرو سره په ګډه یو داسې حساس سینسرونه تیار کړی، چې په مرسته یې د زړه درزا او ساه دواړه په دوامداره توګه تجزیه کېږي.

الیګزنډر کویلیپن وایي چې اوسمهال ددې څېړنیز پلان ټول پام د ماشومانو روغتیایي پاملرنې ده او په بنسټیز ډول د مرګیو په دورو تمرکز کوي، مرګي چې معلومات یې نه کېږي خو په ماشومانو کې د شل سلنه ناڅاپي مړینې سبب ګرځي.

نوموړی وایي چې په نوو زېږېدلو ماشومانو کې د مرګیو تشخیص سبب نه معلومېږي، ځکه چې د ماشومانو په دماغي سطحه کې بدلون نه ترسترګو کېږي او دماغي موټر یې په بشپړ ډول سره د شعوري بدلون کچې ته نه وي رسېدلی او د سینسرونو په استعمال سره د حرکتونو د محدودیت پرته هم له لېرې څخه یې څارنه کېدلی شي او د مرګي دوره یې تشخیص کېدلی شي او پر وخت یې درملنه کېدلی شي.

نوموړی ادعا لري چې په دې نوې ټیکنالوژۍ چې د ( د زړه د رادار سیستم) په نوم سره یادېږی، د المان د باویریا ایالت د ایالانجن په ښار کې یې د ښځینه وو په روغتون کې تجربه کړی هم دی او څلور ورځې دمخه معلومولی شي چې مرګ یې په وخت راتلوونکې دی او کورنۍ ته یې دا خبر ورکوي، چې نور یې د رخصت وخت راغلی دی او خدای په اماني دې ورسره وکړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …