کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هوا باز یا فضاء ته تلوونکې کسان باید څه ډول زده کړې ولري او معاش یې څومره وي؟

هوا باز یا فضاء ته تلوونکې کسان باید څه ډول زده کړې ولري او معاش یې څومره وي؟

ډېری خلک ددې غوښتونکي وي چې هوا باز شي یاهم فضاء ته د تګ هیله لري، خو آیا تاسې په دې پوهېږئ چې د هوا باز کېدو لپاره زده کړو او تجربو ته اړتیا وي او معاش یې څومره وي؟

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې هوا باز کېدل ډېر ستونزمن کار کوي او د یو پیلوټ په توګه خپل کیریر پیلوي او ډېرې ځواکمنې الوتکو ته الوتنه ورکوي او هغه څوک چې غواړي چې هوا باز شي باید د پیلوټۍ درې یا د زر ساعتونو تجربه ولري.

له دې وروسته باید په ساینس، انجینرۍ او ریاضي ماسټري ولري او بیابه یې د انتخاب ستونزمن مرحله پیل شي، چې د بدني ازموینو ترڅنګ ترې سخته انټروي هم اخیستل کېږي، چې معلومات یې له دې څخه وکړئ چې په ۲۰۱۷ کال ناسا ته اتلس زر او درې سوو کسانو غوښتنلیکونه ورکړي ول، چې یوازې دولس یې ور پکې انتخاب شول.

او که چېرته د معاش په اړه خبرې کوو نو د وړتیاوو د درجې پر اساس معاش ورکول کېږي، چې درجې یې له جي ایس دولس څخه تر دیارلسو پورې وي او په هر برخه کې له یو څخه تر لسو درجو پورې وي.

په لومړیو د جي ایس دولس درجې د پیلوټ معاش ۶۶۱۶۷ ډالر کلنی معاش وي او کله چې د جي ایس دولس درجې تر لسمه پورې ورسېږي مو ۸۱۰۲۱ کلني معاش یې وي او د جي ایس دیارلسمې درجې لسمې ته ورسېږي نو کلنی معاش یې ۱۰۲۲۸۸ ډالره معاش وي.

دا هم ولولئ

د انسان سترګه

دا د انسان سترګه نه، بلکې نوې اختراع ده

د جرمني اوسېدونکو د اى ټي انجنيرانو يوه داسې وېب کېمره جوړه کړې ده، چې …