کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د زمبابوې پر وړاندې؛ د دواړو لوبډلو د ټېسټ لوبو په اړه بشپړ معلومات
سين ويليمس او اصغر افغان

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې؛ د دواړو لوبډلو د ټېسټ لوبو په اړه بشپړ معلومات

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل د زمبابوې لوبډلې سره د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې سبا (د مارچ په دويمه نېټه) به په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ ټېسټ لوبه پيل شي.

افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه په ٢٠١٨ کال کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه او زمبابوې بيا په ١٩٩٢ کال کې د هند پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې وه.

افغانستان تراوسه پورې ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې د هند او ويسټ انډيز څخه يې ماتې خوړلې، خو د ايرلېنډ او بنګله دېش لوبډلو څخه يې د ټېسټ لوبې ګټلې دي.

خو د زمبابوې لوبډلې بيا تراوسه پورې ١١٠ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ١٢ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده، ٧٠ لوبو کې يې ماتې خوړلې او همدا راز ٢٨ لوبې يې بې پايلې يا مساوي پاى ته رسېدلي دي.

په روان ٢٠٢١ کال کې دا د افغانستان او زمبابوې دواړو لوبډلو لومړۍ ټېسټ لوبې دي، چې په خپل منځو کې يې ترسره کوي.

د افغانستان لوبډله د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې اوسمهال په ١٠م مقام کې قرار لري، چې تر دې مخکې يو ځل ٩م مقام ته هم رسېدلې وه، خو د زمبابوې لوبډله اوسمهال په ١١م مقام کې قرار لري، چې تر ټولو غوره مقام يې بيا ٧م مقام و.

د يادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣ ورځنۍ تمريناتي لوبه هم ترسره شوې وه، چې زمبابوې لومړى پاڼۍ ترسره کړې او تر پنځه سوه زياتې منډې يې ترلاسه کړې وې، خو د افغانستان له خوا بيا منير احمد کاکړ ښه توپوهنه ترسره کړې او سليزه يې وهلې وه.

لومړۍ ټېسټ لوبه چې سبا پيلېږي، د دواړو لوبډلو لپاره به اسانه نه وي، همدا راز د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې ګوته يې ټپي شوې ده، هم ښايي په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …