کورپاڼه / هنر او کلتور / د امیتاب بچن د سترګو عملیات ترسره شول

د امیتاب بچن د سترګو عملیات ترسره شول

د بالیووډ د نامتو اداکار یا هنرمند امیتاب بچن د سترګو عملیات ترسره شول او ډېر ژر به کور ته رخصت شي.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د امیتاب بچن په اړه راپورونه خپرېدل چې نوموړي پخپله شخصي پاڼه باندې لیکلي چې عملیات یې ترسره کېږي.

امیتاب بچن پخپله شخصي پاڼه یا بلاګ (بچن بول) باندې لیکلي، چې ناروغ دی او عملیات یې ترسره کېږي او په همدې سبب یې په ټولنیزو رسنیو ډېر څه نه شي لیکلی.

اته اویا کلن د خپلې ناروغۍ په اړه ډېر څه نه ول لیکلي، چې څه ډول ناروغي لري او څه ور باندې شوي او څه ډول عملیات یې ترسره کېږي، چې مینوال یې د اندیښنې سره مخ کړي ول.

اوسمهال د هندي رسنیو د راپور له مخې د امیتاب بچن نږدې ملګري ویلي، چې د امیتاب بچن په سترګو کې ګل پیدا شوی و، چې عملیات یې ترسره شول او په څلرویشتو ساعتونو کې به له روغتون څخه رخصت شي.

د امیتاب بچن د کور د وینا له مخې ویل کېږي، چې امیتاب بچن ته د سترګو عملیات وړه خبره ده، ځکه چې له دې وړاندې هم نوموړی له سخت ځورونکو حالاتو څخه تېر شوی دی.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …