د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد خان اپريدى چې په خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې په ٣٧ توپونو چټکه سليزه ووهله، نن خپله کليزه لمانځي.
خو د شاهد اپريدي د اصل په عمر په اړه د هغه مينه هم په يو دوه کې حېران دى، نوموړى وايي چې نن خپله ٤٤مه کليزه لمانځي، خو په نورو ځايونو کې د هغه عمر ٤١ کاله ښودل شوى دى.
شاهد اپريدي په خپله يوه مرکه کې د خپل عمر په اړه ويلي و، چې د هغه عمر په اصل کې درې کاله زيات دى، خو کرکټ ته د راتګ پر مهال يې خپل عمر ٣ کاله کم ليکلى و.
Thank you very much for all the lovely birthday wishes – 44 today! My family and my fans are my biggest assets. Really enjoying my stint with Multan and hope to produce match winning performances for all MS fans.
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) February 28, 2021
نوموړى د مارچ په لومړۍ نېټه د پښتونخوا په خېبر اېجنسۍ کې زېږېدلى دى او ټول عمر يې په کراچۍ کې تېر کړى دى، چې اوس هم هغلته مېشت دى.
نوموړي د پاکستان لپاره لومړۍ لوبه په ١٩٩٦ کال کې ترسره کړې وه او وروستۍ لوبه يې بيا په ٢٠١٨ کال کې ترسره کړه، چې له هغه وروسته يې له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه، خو اوس هم په شل اوريزو لوبو کې لوبېږي.
شاهد خان اپريدى چې د پاکستان يو له مشهورو کرکټرانو څخه دى، په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ هم په خپل نوم لري، هغه په ٣٩٨ لوبو کې ٣٥١ شپږيزې وهلي دي او له هغه وروسته بيا کريس ګيل په ٣٠١ لوبو کې ٣٣١ شپږيزې وهلي دي.
همدا راز شاهد خان اپريدى يو له هغه توپوهونکو څخه هم دى چې ډېر ځل په صفر سوځېدلى دى، هغه په ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو، نړيوالو شل اوريزو او شل اوريزو لوبو کې تر پنځوس ځل پورې په صفر سوځېدلى دى.