کله چې د اسلام په اړه خبرې کوو نو په حقیقت کې د یو داسې منظم ژوند په اړه خبرې کوو چې موږ ته یې د تېرولو په باب تعلیم راکړل شوی، په اسلام کې کورنۍ ته ځانګړی ارزښت ورکړل شوی چې په همدې موخه ځینې داسې اړیکې هم سره چې نکاح کول ورسره منع شوي، نو راځئ چې په اړه یې دلته ولولو.
-
هغه انسان چې محرم وي نکاح ورسره حرامه ده لکه مور، خور، لور، ترور، خاله، ورېره، خورزه او خواښې
-
که چېرته یو څوک له یوې ښځې سره نکاح وکړي او نږدیکت یې ورسره نه وي کړی، نو له مور، نیا او پرته خپلوان سره نکاح حرامه ده.
-
که چېرته یو څوک له چاسره نکاح وکړي او بیا ورسره نږدیکت وکړي نو بیا د هغې ښځې له لور، لمسۍ او ښکته سلسلې سره نکاح حرامه ده.
-
که چېرته یو څوک له یوې ښځې سره نکاح وکړي خو نږدیکت ونه کړي او ترڅو چې یې په نکاح کې وي، احتیاط لازم دی، له لور سره نکاح نه شي کولی.
-
د ترور او خاله او د هغه د پلار له ترور او خاله، د پلار له مور، د مور له ترور او خاله، د نیا ترور او خاله او پورته سلسلې سره نکاح حرامه ده.
-
د خاوند پلار، نیکه او له پورتخ سلسلې او د خاوند له زوی، لسمي او ښکته سلسلې سره نکاح حرامه ده.
-
کله چې یو څوک له یوې ښځې سره نکاح وکړي که نکاح یې دایمي یاهم لنډمهاله له کور سره نکاح نه شي کولی.
-
که چېرته یو څوک په دې ترتیب سره چې ذکر یې د نکاح په مسایلو کې راغلی، خپلې میرمنې ته طلاق رجعي ورکړی، نو د عدت پرمهال یې له خور سره نکاح نه شي کولی، خو په باین طلاق کې بیا نکاح کولی شی خو احتیاط واجب دی.
-
یو څوک د میرمنې له اجازې پرته د هغې له خورزې یا ورېرې سره واده نه شي کولی او که چېرته یې وکړي او بیا یې میرمن اجازه ورکړي نو ستونزه نشته.
-
که چېرته میرمن پوهه شي چې خاوند یې له خورزې او ورېرې سره نکاح وکړي او بیا غلی پاتې شي، نو که چېرته یې وروسته میرمن رضا شوه نو نکاح سهي ده کنه نو نکاح یې باطله ده.
-
که چېرته یو څوک د خاله یا ترور له لور سره له نکاح دمخه له خاله یا ترور سره زنا وکړي نو د خاله له لور سره د احتیاط په بنسټ واده نه شي کولی.
-
که چېرته یو څوک د خاله یا د ترور له لور سره واده وکړي او له نږدیکت وروسته له خاله یا ترور سره زنا وکړي، نو د دوی ترمنځ جداوالی نه راځي او که نږدیکت یې هم نه وي بیاهم همدغه حکم دی خو احتیاط کول مستحب دي.
-
که چېرته یو څوک له کومې بلې ښځې سره زنا وکړي نو د لور سره یې د واده په کولو کې احتیاط مستحب دی او واده دې ورسره نه کوي.