کورپاڼه / خپلواک / د ويسټ انډيز پر وړاندې افغانستان خپلې لوبډلې اعلان کړې
افغانستان او ويسټ انډيز

د ويسټ انډيز پر وړاندې افغانستان خپلې لوبډلې اعلان کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز په يوه خبري ناسته کې د ويسټ انډيز سره د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ لپاره د افغانستان درې واړه لوبډلې اعلان کړې، خو د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره لا هم لوبډله نه ده اعلان شوې.

د دغه لوبډلو په نوملړونو کې ځوان او تجربه لرونکي لوبغاړي شامل دي، چې په راتلونکې مياشت کې به په هند کې د ويسټ انډيز پر وړاندې مېدان ته کوزېږي.

ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې

افغانستان به له هند، انګلستان او سويلي افريقا سره مخ کېږي

د درې يو ورځنيو لوبو لپاره ١٦ کسيزه لوبډله اعلان شوې ده، چې راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، افسر ځاځى، اکرام علي خېل، مجيب الرحمان، نوين الحق، کريم جنت، شرف الدين اشرف، يمين احمدزى او اصغر افغان پکې شامل دي.afghanistan odi squad

همدا راز د شل اوريزو لوبو لپاره چې کومه لوبډله اعلان شوې، په هغې کې هم ١٦ لوبغاړي دي، چې راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، ابراهيم ځدراڼ، مجيب الرحمان، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، ګلبدين نايب، فريد ملک، شرف الدين اشرف، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزى، نوين الحق او رحمان الله ګربز پکې شامل دي.afghanistan t20 squad

د يادولو ده چې ويسټ انډيز خپلې درې واړه لوبډلې څو ورځې مخکې اعلان کړي دي. افغانستان او ويسټ انډيز د افغانستان په کوربه توب کې درې شل اوريزې، درې يو ورځنۍ او يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.

د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ به د نومبر په ٦مه نېټه پيل شي، د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به د نومبر په ١٤مه نېټه پيل شي او همدا راز يوازينۍ ټېسټ لوبه بيا د ٢٧ نومبر نه تر ١ دسمبر پورې ترسره شي. دغه ټولې لوبې د هند په لکنو ښار کې د بهارت رتنا شري اټل بهاري واجپاى ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …