کورپاڼه / روغتيا / د ښه ژوند او روغتیا لپاره ورزش، ښه خوب او غوره خواړه استعمال کړئ

د ښه ژوند او روغتیا لپاره ورزش، ښه خوب او غوره خواړه استعمال کړئ

د یو ښه ژوند او ښې روغتیا غوښتونکي موږ ټول یو او اوسمهال روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې په درې اصولو عمل وکړئ او اوږد ژوند وکړئ، نو راځئ دغه درې ډوله اصول وپېژنو.

ورزش کول:

له څېړنو څخه ثابته شوې که چېرته غواړئ چې ښه روغتیا ولرئ او ښه ژوند کول غواړئ، نو په منظم ډړل سره ورزش وکړئ، ځکه چې ورزش کول د انسان پر بدن مثبتې اغېزې کوي او له څېړنو معلومه شوې چې په اوونۍ یو سلو پنځوس دقیقې ورزش کوونکی د نورو په پرتله دری دیرش سلنه د مړینې خطر کموي.

غوره خوراکي توکي یا خواړه:

ویل کېږي چې په ورځني ډول د سبو کارول ګټور وي، غوښه بالکل مه خورئ او د مېوو خوراک مو د ژوند برخه وګرځوئ، دغه راز هغه خواړه وخورئ چې د ډېرو ویټامینونو لرونکې وي او د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې ونه لري.

ښه خوب کول:

د انسان بدن خوی ته اړتیا لري ځکه چې د خوب پرمهال د انسان په وجود کې حجرې جوړښت مومي او له دماغو فاسد مواد خارجېږي، نو که چېرته سم او ښه خوب ترسره نه شي نو د انسان بدن له بربادۍ سره مخ کېږي، نو اړینه ده چې له اوو څخه تر لسو ساعتونو پورې خوب وکړو.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …