کورپاڼه / روغتيا / په هډوکو کې د نوو حجرو په موندلو سره به د هډوکو په درملنه کې نوی باب پرانیستل شي

په هډوکو کې د نوو حجرو په موندلو سره به د هډوکو په درملنه کې نوی باب پرانیستل شي

ویل کېږي چې د انسان په اسکلیټ کې بالکل نوې حجرې موندل شوي او ددې موندنې په وسیله نه یوازې دا چې د بندونو درد او د هډوکو اړوند ناروغۍ تشخیص کولی بلکې په درملنه کې یې نوې لارې هم پرانیستل کېدلی شي.

د استرالیا ساینسپوهانو د میکروسکوپ په ذریعه د انسان په هډوکو کې داسې حجره موندلې چې تر اوسه ترې ساینسي نړۍ ناخبره وه، دا حجره څو ډوله جینونه پرانیزي او بندوي یې.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې د هډوکو د ماتېدو او اړوند ناروغیو په تشخیص کې مرسته کړې، موږ په دې پوهېږو چې د هډوکو په طبیعي وده کې حجرې پخواني هډوکي ختموي او پرځای نوي هډوکو رامنځته کوي، خو که چېرته دغه توازن خراب شوي نو د انسان هډوکو نرمېږي او د بېلابېلو ناروغیو سبب کېږي.

د استرالیا ساینسپوه ډالکتر مچیل مک ډونلډ او ملګرو یې د ژوندي هډوکي نسجونه د میکروسکوپ په ذریعه ولېدل، نو ولېدل چې د هډوکي ځانګړې حجرې په نورو حجرو ویشل شوي دي او د مړینې یا ماتېدو سره بیا جوړښت مومي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي او دغې نوو حجرو ته اوسټیومارفس نوم ورکړی.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …