د افغانستان په کوربه توب د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو د سرليک مالي ملاتړ د ابوظهبي ورزش شورا ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې څخه په دې اړه په خپور شوي راپور کې ويل شوي:
((د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢ ټېسټ او ۳ شل اوریزو لوبو د سرلیک مالي ملاتړ (Title Sponsorship) د ابوظهبي ورزش شورا (Abu Dhabi Sports Council) ترلاسه کړ؛ چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټېسټ لوبې د ابوظهبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ په نوم او شل اوریزې لوبې به د ابوظهبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ په نوم ونومول شي.))
تېره ورځ کرکټ بورډ په يو خبر کې ويلي و، چې د دواړو لوبلړيو لپاره د ملي لوبډلې د لباس مالي ملاتړ حقوق د ملي سپورټ ټلويزيون له لوري اخيستل شوي دي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ سبا پيلېږي.
د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان، چې د لاس ګوته يې ټپي شوې ده، ښايي په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې ونه لوبېږي.