کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ
موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته به وکولاى شي، پېغامونه هم شيډول يا ورته وخت وټاکي.

((ګوګل ميسجز) کې دا اسانتيا رامنځته شوې ده، چې تاسې به وکولاى شي، د پېغام لېږلو لپاره ځانګړى وخت وټاکئ او په هماغه وخت به ستاسې پېغام اړوند کس ته ورسېږي.

ډېرى کسان چې د خپلو نږدې خپلوانو او ملګرو د کليزې مبارکۍ يا بله کومه خبرتيا ترې هېرېږي، د هغوى لپاره دا ډېره ښه اسانتيا ده، چې هر وخت کولاى شئ د پېغام لپاره وخت او ورځ وټاکئ.

ګوګل ميسجز

د ګوګل مسوولين د انډرويډ لپاره له تېر کال راهيسې په دې هڅه کې و، چې دا اسانتيا رامنځته کړي، اوس دا اسانتيا رامنځته شوې ده او د دې نه د ګټې اخيستلو لپاره بايد د ګوګل ميسجز ايپ اپډېټ کړئ.

که چېرته تاسې په خپل موبايل کې دا اپليکيشن نه لرئ، نو همدا اوس يې ډاونلوډ کړئ او ګټه ترې واخلئ.

د ګوګل مسوولينو له لوري ويل شوي دي، چې د دې اپليکيشن په مرسته نه يوازې دا چې په ليکلي ډول پېغامونه شيډول کېداى شي، بلکې عکسونه او ويډيوګانې هم لېږل کېداى شي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …