کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان سوپر ليګ: يو لوبغاړى په کورونا اخته شو او لوبه وځنډېده
پاکستان سوپر ليګ

پاکستان سوپر ليګ: يو لوبغاړى په کورونا اخته شو او لوبه وځنډېده

د پاکستان سوپر ليګ کې د نننۍ لوبې څخه مخکې د فواد احمد د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى، چې له امله يې نننۍ لوبه هم ځنډېدلې ده، چې د ٦:٣٠ بجې پر ځاى به ٨:٣٠ بجې پيل شي.

د اي ايس پي اين کريک انفو په وېنا، د اسلام اباد يونايټيډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه ځنډېدلې ده، ځکه د لوبې له پيلېدو څخه مخکې د فواد احمد د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى.

فواد احمد چې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې سره لوبېده، دوه ورځې مخکې پکې د کورونا نښې راښکاره شوې وې، خو هغه کرنټين شوى و، د اسلام اباد د نورو ټولو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه منفي راغلي دي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ لپاره حکومت د ٢٠ سلنه تماشچيانو لوبغالو ته د ورپرېښودو اجازه ورکړې وه، خو تېره ورځ يې دا کچه پنځوس سلنې ته پورته کړه.

د پاکستان سوپر ليګ تېر پړاو وروستۍ سيالۍ هم د کورونا له امله ځنډېدلې وې.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …