کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى
کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د هند يوې محکمې د مشهورې اداکارې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د ممبۍ يوې ځايي محکمې په دغه قضيه کې محکمې ته د نه حاضرېدو له امله د مارچ په لومړۍ نېټه امر کړى دى، چې کنګنا رناوت دې ونيول شي.

د يادولو ده چې جاوېد اختر په محکمه کې عريضه کړې وه، چې کنګنا رناوت په ملي ټلويزيون په يوه خپرونه کې هغې ته سپکاوى کړى دى.

په دې قضيه کې محکمې امر کړى و، چې د مارچ په لومړۍ نېټه دې کنګنا رناوت محکمې ته حاضره شي، خو نوموړې محکمې ته حاضره نه شوه.

محکمې ته د نه حاضرېدو له امله يادې محکمې پوليسو ته امر کړى دى، چې کنګنا رناوت دې ونيسي او محکمې ته دې يې وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …