کورپاڼه / روغتيا / که چېرته په ستوني کې د ماهي لېشکې ونښلي؛ نو څه باید وکړو؟

که چېرته په ستوني کې د ماهي لېشکې ونښلي؛ نو څه باید وکړو؟

د ماهي غوښه یو له هغه خوراکي توکو څخه ده، چې په جوړښت کې ګڼ غذایي توکي شتون لري او د ګټو سربېره د خوند له مخې هم د هر چا د خوښې خواړه ګڼل کېږي، خو د ماهي غوښه په ډېر احتیاط او پاملرنې سره خوړل کېږي، ځکه چې لېشکې یې په ستوني کې نښلي او دلته پوښتنه هم داده که چېرته مو په ستوني کې د ماهي لېښکه ونښلي نو څه باید وکړو؟

که چېرته تاسې له ورته پېښې سره مخ شوي یئ، نو درته به معلومه شوي وي، چې دا څومره ځورونکی حالت دی، نو راځئ چې ځینې لارې چارې دلته ولولو چې له ذکر شوې ستونزې مو ژغوري.

په زور زور سره ټوخېدل:

که چېرته مو په ستوني کې د ماهي لېشکه ونښلي، نو په زور زور سره وټوخېږي، ترڅو د هوا د فشار په سبب لېشکه ووځي.

وچه ډوډۍ ورپسې وخورئ:

که چېرته په ټوخي سره ستونزه حل نه شي، نو وچه ډوډۍ وخورئ، ترڅو لېشکه ورسره تېره شي او تکلیف مو له منځه ولاړ شي.

یاهم د ځینو نورو خوراکي توکو څخه ګټه واخلئ، لومړی ښه وژوئ او لږ خواږه شیان هم ګټور تمامېږي او له ځان سره یې کولمو ته وړي، خو که چېرته بیاهم ستونزه شتون ولري نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ، ډاکتران کولی شي چې پرته له درده او نورو ستونزو څخه لېشکه وباسي خو په ځینو حالاتو کې بیا عملیات ته اړتیا پېښېږي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …