کورپاڼه / بېلا بېل / ولې ځینې ګوتې وړې او ځینې بیا غټې وي؟

ولې ځینې ګوتې وړې او ځینې بیا غټې وي؟

د هر انسان د ګوتو جوړښت یو له بل سره توپیر لري، یعنې ځینې ګوتې یې کوچنۍ او ځینې بیا غټې وي، که د لاس وي یا د پښو توپیر نه کوي، خو آیا کله مو فکر کړی چې زموږ د ګوتو جوړښت ولې مختلف وي، ولې ټولې سره ورته نه دي؟

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایې، چې په هره ګوته کې ځینې نکتې وي چې نېغ په نېغه مو له دماغو سره یاهم له اعصابو سره تړاو لري.

په رګونو کې موجوده مایع چې له عصبي سیستم سره اړیکه لري، له اوږدو لارو څخه په تېرېدو سره پیغام نه شي رسولی، ځکه چې په دې کې زړه، ځیګر او نور هم خپل کار ترسره کوي، نو همدا علت دی چې ګوتې مو تر هماغه اندازه محدودې پاتې کېږي، تر کومه اندازه چې زموږ دماغ او اعصاب کار کولی شي.

بل سبب یې دا دی چې زموږ په ګوتو کې د فیټي پیډ په نوم نسجونه شتون لري او دغه د هډوکو د نښلولو دنده په غاړه لري او له ورغوي څځه پورته د هډوکو مجموعه وي، چې فیټي پیډ له دننه نمي خارجوي او همدغه نمي زموږ د ګوتو د جوړښت په اړه پرېکړه کوي یاهم زموږ د ګوتو جوړښت په همدې پورې تړاو لري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …