کورپاڼه / ليکنې / د مړوند کرښې مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د مړوند کرښې مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

آیا کله مو خپل مړوند ته په ځیر سره کتلي؟ که مو کتلي وي چې نو لېدلي به وي چې په مړوند کې مختلفې کرښې وي او د لاس په ورغوي هم کرښې شتون لري، چې زموږ د شخصیت په اړه ډېرې خبرې لري.

د انسان لاس، شکل او سلوک یې د شخصیت په اړه ډېر څه وایي، خو ډېر خلک یې په اړه نه پوهېږي چې دغه کرښې د هډوکو د جوړښت په سبب وي او دغه کرښې زموږ ورغوی له مړوند سره یوځای کوي، نو راځئ چې نن ورځ په اړه ځینې رازونه ولولو.

لومړۍ کرښه:

په مړوند موجودې کرښې ترټولو لومړی روغتیایي کارپوهان ډېر په غور سره ګوري ځکه چې دغه کرښه د ښځینه او نارینه وو له ناروغۍ سره تړاو لري، یعنې کارپوهان وایي چې دا کرښه د ښځو او نارینه وو له اړیکو سره اړه لري که ژورې وي نو ستونزې به نه لري او که نرۍ غوندې وي نو بیابه ستونزې ولري.

دویمه کرښه:

دویمه کرښه مو د شتمنۍ او غریبۍ سره تړاو لري، که ژوره وي نو شتمن به یو او که نرۍ وي نو له مالي ستونزو سره به مخ یو.

دریمه کرښه:

دریمه کرښه د بریالیتوب یا کامیابۍ کرښه ګڼل کېږي، نو که چېرته مو د مړوند دغه کرښه ژوره وي نو ددې مطلب دادی چې تاسې یو بریالی انسان یئ او د مشرۍ وړتیا لرئ.

څلورمه کرښه:

څلورمه کرښه زموږ له اوږد عمر او کم عمرۍ سره تړاو لري خو ددې مطلب دا نه دی چې د هر چاسره په لاس کې دې ښکاره شي، ځینې وختونه یې لټون مشکل وي.

اخري کرښه:

د مړوند لومړنۍ او ترټولو نرۍ کرښه د زړه له روغتیا سره اړیکه لري چې یوازې روغتیایي کارکوونکې ورباندې پوهېږي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …