کورپاڼه / روغتيا / آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو د خوښې وړ مېوه ګڼل کېږي، دغه راز د خوند سربېره آلوبخاره ځینې حیرانوونکې غذایي توکي لکه ویټامین کی، اوسپنه، فایبر، پوتاشیم او بیټا کیروټین لري او په جوړښت کې یې غوړ، پروټین، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین کی او ویټامین اي هم شتون لري، یوازې دا نه کلسیم، پوتاشیم، سودیم او میګنیزیم یې هم په جوړښت کې موندل کېږي.

په خړ او تور بیضوي رنګ کې دغه مېوه انټۍ اکساید هم لري، چې سرطاني ناروغۍ له منځه وړي او د بدني او دماغي روغتیا لپاره هم ګټور وي، د کلیسټرولو کچه کموي او د ځیګر لپاره بېخي غوره وي.

د پوتاشیم شتون لوړ فشار کنټرولوي، د رګونو او هډوکو د ناروغیو لپاره ګټور وي او د بدهضمۍ او قبض لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري.

دغه مېوه د اوړي په موسم کې د تازه ګۍ او ارامۍ سبب هم کېږي، د وینې کمښت لېرې کوي او د سینې په سرطان کې مرستندویه تمامېږي، دغه راز د شکر ناروغان یې هم پرته له وېرې خوړلی شي او د سترګو دید هم زیاتوي.

آلوبخاره ځینې نورې ګټې هم لري لکه پوستکي ته ګټور وي، د بدن اوسپنه پوره کوي، ویښتان له سپینېدو او توییدو څخه ژغوري او پوستکی هم له ګونځو څخه ساتي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …