کورپاڼه / جالب / په ارجنټاین کې د مچانو طوفان خلک وېرولي دي

په ارجنټاین کې د مچانو طوفان خلک وېرولي دي

څو ورځې دمخه په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو لره بره کېده، چې پکې لېدل کېدل چې په ارجناټن کې په لکونو مچان د بوړبوکۍ په څېر داسې الوځي چې د طوفان فکر پرې کېږي.

دغه ویډیو یو موټروان جوړه کړې، چې په لومړي ځل یې فکر کاوه چې دا به د ګرد او غبار طوفان وي، خو کله چې ور نږدې شو نو و یې لېدل چې طوفان نه بلکې په ډېره زیاته اندازه مچان دی، ځینې کسان په دومره ډېر شمېر مچان موسمي بدلونونه ګڼي خو ځینې بیا وایي چې دا مچانو نوی نسل دی.

ویډیو کوونکی شخص وایي، چې په ټول عمر یې داسې منظر نه دی لېدلی او دا منظر هغه وخت رامنځته شو چې د بیونس ایرس پر شاوخوا بارانونه وورېدل او مچان په ډېره اندازه هګۍ واچولې او له هغې وروسته د بې شمېره مچانو الوتنې د بوړبوکۍ شکل غوره کړی و.

ویل کېږي چې د په ځایي سیمه کې دوامدارو بارانونو د اوبو ډنډونه جوړ کړل، چې بیا ښځینه مچانو ور پکې په ډېره اندازه هګۍ واچولې او بیا ترې پیدا کېدونکو مچان د بوړبوکۍ غوندې شکل غوره چې په ویډیو کې په واضح ډول لېدل کېږي.

بله خوا د امریکا ځایي ادارې خبرداری ورکړی چې دغه مچان ممکن کورونو او ښارونو ته هم ځان ورسوي، خو د موسم او اقلیم اړوند کارپوهان بیا وایي چې په هیواد کې نمي ډېره شوې چې په همدې سبب د مچان اندازه هم ډېره شوې او دې کار بیا بزګران خوشحاله کړي ځکه چې فصلونه به ښه حاصلات ورکړي او د ځنګلونو د اور خطر هم کم دی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …